Posts

د خپل وياړ ساتونکي ريحانه جباري

Image
خپلې  #مور  ته د  #ریحانې_جبارې  د  #لیک  یوه برخه! هستي ما ته اجازه راکړه چې نولس کاله ژوند وکړم. که زه په هغه توره شپه وژل شوې وم، نو زما مړی به د ښار په کومه  #کنډواله  کې پروت و او څو ورځې وروسته به پولیسو ته ځان سره بولې وې تر څو زما د  #جسد  و پېژنې او په هم هغه ساعت به تا ته دا هم ویل شوي و چې په لور دې  #جنسي_تېری  هم شوی و. قاتل او جنسي تېری کوونکی به کله هم نه و پېژندل شوی ځکه چې موږ نه د هغوی د پیسو او نه هم د هغوی د ځواک برابري کولی شو. هغه نه وروسته به تا له شرم او ځور نه ډک ژوند تېراوه او څو کاله وروسته به غم او ځور وژلې وای او په دې توګه به کیسه تمامه وه. مګر زما هغه یو وار ټوله کیسه بدله کړه. زما جسد په کوڅه کې وا نه چول شو بلکه زه یې د قبر په شان زندان کې واچولم. دا هر څه د قسمت لوبه وګڼه او ګیله مه کوه. ريحانه جباري په عدالت کي د مقدمي د اورولو پر محال زما مهربانې  #مورې ، ګرانې  #صالحی ، ما ته د خپل ځان نه ګرانې! زه نه غواړم چې زما بدن دې خاورې خوسا کړي. زه نه غواړم چې زما سترګې او زما ځوا...

يوه ورځ او فرهاد دريا

Image
لونگ: يوه ورځ او فرهاد دريا هميم جلالزی افغان ورځپاڼه ليکونکی فرهاد دريا چې اورم او يا يې مخامخ وينم، د نوييمې لسيزې وروستي کلونه را په زړه کوي فرهاد دريا پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي چې ۱۳۹۳ کال د دۀ د عاشقانه سندرو کال دی. پيل يې د غفور لېوال پر يوه نظم کړی چې (يوه ورځ) نومېږي. فرهاد دريا وايي دا يې تر هغو ټولو هغو پښتو عاشقانه سندرو ښکلې ده چې تر اوسه يې ويلې دي. د نظم کرکټرونه د کابل د زاړه ښار دوه مينان دي. د دوی دردوونکې کيسه ښاغلي لېوال نظم کړې ده او کمال يې دا کړی دی چې په يوۀ کوچني نظم کې يې يو لوی ژوند ځای کړی دی. د دغو دوو مينانو د ژوندانه سفر يې له پيله تر پايه تعقيب کړی او د خپل خيال په زور يې هومره زړه راښکون په کې اچولی دی چې هر مين په کې خپل خان لیدای شي. د موسيقۍ قحط: د ماشومتوب او زلميتوب تر منځ کلونه و. په افغانستان کې د طالبانو واکمني وه. په موسيقي باندې بنديز هومره جدي و چې تر بنديخانې پورې تګ ورسره تړلی و. خلکو به پټې پټې سندرې اورېدې. تر ټولو لويه تفريح نړيوالې راډيوګانې وي چې په منځنيو او لنډو څپو به اورېدل کېد...

http://www.michaelrubin.org/1220/who-is-responsible-for-the-taliban

http://www.michaelrubin.org/1220/who-is-responsible-for-the-taliban

د کرزئي بابا سره ذما مينه او د خلګو نظر....

Image
وویل:  د کرزئی بابا انځور دي پر ډيسکټوپ سه غواړي... ماوويل: خير...؟ وويل:  دي خو يهودي دي... ماوويل: هغه سنګه...؟ وويل:  د رنګه راته مالوميږي... ماوويل: د بابا خو لا پر مخ مبارکه ږيره ده، ستا د نوازشريف خو لا ږيره هم نسته... وويل:  د هغه عقيده سمه ده... ماوويل: د نوازشريف دي کمه عقيده ده، هغه عقيده چي پر اساس يي دي و خپل هيوادوالو ته په سود پيسه ورکوي... وويل:  نه زه خو د کرزئي هم نه يم خلاف، خو د تاسه بي پوښتنه وسي... ماوويل: بيخي دي پوښتنه را سه وکي... دا اکا د ذوي مسعود احمد سره د نن ماښام يو بحث...

اختر جامې د عبدالباري جهاني کلام

Image
اختر جامې د عبدالباري جهاني کلام ښاغلي جهاني وايي د شعر په ساده او اسانه ژبه ولس ته پیغام رسول غواړي راته جوړي د اختر جامې که موري! چي د کلي مي همزولي راته ګوري چي ورځمه د خپلوانو تر کورونو د اختر مبارکۍ را باندي اوري را تیاره د اختر سپینه لونګۍ که راته جوړي مي ښایستې توري څپلۍ که د واړي سترګي د خورکۍ به مي کړې توري سره لاسونه سرې پاپۍ او سترګي بوري چي هګۍ در څخه هیري نه سي موري د بیرغ په رنګ وي سرې زرغوني توري کال نه بل کال ته که خدای کول لوییږم د ابا سره په قد کي مي سمیږم ته به جګه غاړه ګرځې چي زه ځوان سم په ټولۍ کي د همزولو چي روان سم در یادیږم به شیدې چي مي رودلې اوږدې شپې چي به دي ماته سپینولې زویه! اوس خو دي راغلې یم تر ګوره ظالمانو کړم هم بوره هم سرتوره پلار دي مړ سو د ځان مرګو په حمله کي د کاکا زوی دي ویشتلی په سینه کي د کاکا کونډه دي بل قبر ته ژاړي بوري وراري دي قبرونو ته ولاړي نه اختر سته نه یې نوم نه خوشالي سته نه دي خور نه دي ماشوم ورور ته کالي سته چي ټوټې ستا د وجود مي ټولولې تر زخمي زړګي مي ویني څڅیدلې ستا ...

وطنه تا به جوړ كړم!

Image
وطنه تا به جوړ كړم! وطنه تا به جوړ كړم! پخپلو ارمانونو به دا سوى زړګى سوړ كړم وطنه! تابه جوړ كړم، وطنه! تا به جوړ كړم زما ښايسته وطنه! والله ښه به دې سينګار كړم دا تورې، سپېرې، دښتې به دې ښې ګل او ګلزار كړم ښايسته ښكلي ځوانان به دې را پورته په تلوار كړم دا وږي يتيمان به دې هر يو په نعمت موړ كړم وړانده، كاڼه بچي به دې بينا په زېر بينا كړم بيرغ به دې را پورته په چكچكو په هها كړم زموږ ملي ناموس يې ټول به تا ځنې فدا كړم قربان به دې خدمت كې نر او ښځه، ځوان او زوړ كړم د علم لمر ختلى معلومداره ښكاره لار ده تيارو د ناپوهي نه يو وتلي او س سهار ده منزل وهو روان يو خپل هدف ته مو تلوار ده قسم ده چې بدخواه به دې په ډېر ارمان كې سوړ كړم ستا ناوې به سينګار شي لورتر لور به خوشحالي شي حيرانه! بيا به هلته ټول جهان سره سيالي شي ازبك او هزاره، پښتون به كلكه ورورولي شي هر خوا به كور په كور در ځنې ورك ملي اروړ كړم د ښکلي انځورګر حمدالله ارباب د فيسبوک واله سه په منننه

ستا په پېغور باندې شرمېږي ستا لپاره وځي

نه له اقراره چېرته ځي, نه له انکاره وځي  ستا په اوږدو, اوږدو وعدو سړی له کاره وځي  هغه چې خپل کلی پرېږدي څه لېونی خو نه دی  ستا په پېغور باندې شرمېږي ستا لپاره وځي  جوړې لمبې مې د زړګي دننه پاتې نشي  خړ, خړ لوګي چې د بر کلي له چناره وځي   Mohib Thasawor   د ښکلي ورور محيب الله تصور) ( د فيسبوک واله سخه په منننه