يوه ورځ او فرهاد دريا

لونگ: يوه ورځ او فرهاد دريا



فرهاد دريا چې اورم او يا يې مخامخ وينم، د نوييمې لسيزې وروستي کلونه را په زړه کوي
فرهاد دريا پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي چې ۱۳۹۳ کال د دۀ د عاشقانه سندرو کال دی.
پيل يې د غفور لېوال پر يوه نظم کړی چې (يوه ورځ) نومېږي.
فرهاد دريا وايي دا يې تر هغو ټولو هغو پښتو عاشقانه سندرو ښکلې ده چې تر اوسه يې ويلې دي.
د نظم کرکټرونه د کابل د زاړه ښار دوه مينان دي. د دوی دردوونکې کيسه ښاغلي لېوال نظم کړې ده او کمال يې دا کړی دی چې په يوۀ کوچني نظم کې يې يو لوی ژوند ځای کړی دی.
د دغو دوو مينانو د ژوندانه سفر يې له پيله تر پايه تعقيب کړی او د خپل خيال په زور يې هومره زړه راښکون په کې اچولی دی چې هر مين په کې خپل خان لیدای شي.
د موسيقۍ قحط:
د ماشومتوب او زلميتوب تر منځ کلونه و. په افغانستان کې د طالبانو واکمني وه. په موسيقي باندې بنديز هومره جدي و چې تر بنديخانې پورې تګ ورسره تړلی و.
خلکو به پټې پټې سندرې اورېدې. تر ټولو لويه تفريح نړيوالې راډيوګانې وي چې په منځنيو او لنډو څپو به اورېدل کېدې، او د موسيقي محدود پروګرامونه يې درلودل. ما ډېر خلک له هماغه راډيو څخه پېژندل او يو هم پکې فرهاد دريا و.
شين راکيټ وېلوړ دی
سبا به بيا پکتيا ته ځونه
--
په پايزيبونو جوړه شرنګا کړه
بنګړي مات نه کړې رو رو نڅا کړه
---
ځواني مې خاورې شوه سفر کې
غږ وکړه مورې زوی راوبوله وطن ته
هنر او دريا
د طالبانو له ماتې وروسته فرهاد دريا وطن ته راغی. خو نور هغه د شپېتمو کلونو فرهاد دريا نه و. نه يې له استاد مهوش سره د غزل ويلو هوس وکړ او نه يې هم په ګروه باران کې د هغو مستو سندرو تکرار ته زړه ښه کړ چې يو وخت يې د کابل هر برخه ګرمه ساتلې وه.
فرهاد دريا دا ځل بدل و. پخوا به هنر تر دريا مخکې روان و خو دا ځل دريا تر هنر مخکې شو.
د نويو سندرو په ويلو يې پيل وکړ. سنتي او دوديز قالبونه يې مات کړل. دريا د نړۍ ډېر هنرې تجربې ليدلې وې او ورسره اشنا شوی و او دا ځل فرهاد رښتيا هم په دريا بدل شوی و.


په تېرو څو کلونو کې يې د ګوتو په شمار سندرې ويلې خو هر يوه يې داسې ځای ته رسېدلې چې يوازې دی يې ريکارډ ماتولی شي.
په شعر کې ماته تر ټولو لوی ارزښت دا ښکاري چې انسان پکې وکولای شي خپلې تجربې بيان کړي. ماته هغه شعر خوند راکوي چې په داسې تجربو ولاړ وي چې زما له هغو سره ورته وي.
ماته شريکې تجربې د شعر جاذبه ښکاري. د سرتېرو په منځ کې ممکن تر يوې عاشقانه سندرې د خدای بښلې بخت زمينې اې سربازه ياره تر ټولو ډېره اورېدل کېدونکې سندره وي.
خو مينان ممکن د مينې نورې سندرې واورې. هغه وخت چې د راډيويي پروګرامونو د اورېدو لپاره مې وخت درلود مساپرو به ورته د مساپرۍ د سندرو فرمايش ورکاوه. دا ټولې شريکې تجربې دي.
کله چې خبره د موسيقي او شعر امتزاج ته راځي او سندره ترې جوړېږي نو نه يواځې شعر خپل اغېز له لاسه نه ورکوي چې ښه موسيقي کولای شي دغه اغېزه نوره هم زياته کړي.
تر موسيقي ور اخوا که د سندرغاړي ښه غږ ورسره يو ځای شي نو په يوه وخت کې درې هنري ښکلاوې د انسان ذوق خړوبوي، چې دا دلذت اخيستلو د اوج ټکی رامنځته کوي.
فرهاد دريا زما په اند په هنر کې څو ځانګړنې لري. غږ يې ښه دی. د شعر په انتخاب کې هومره لوی لاس لري چې ډېر لږ هنرمندان به د دۀ ځای ته ورسېږي. موسيقي ته يې د هنر په سترګه کتلي او هنر ته يې احترام لري. ځان يې په ډېر مهارت له هغو چوکاټونو ايستلی دی چې نور يې اوس هم هنري اقدار بولي.
په دې وروستيو کې يې ما ټولې سندرې اورېدلې دي او څو ټکو ته په کې متوجه شوی يم. فرهاد دريا چې کلمې ادا کوي داسې يې وايي ته وا پر دۀ باندې هماغه حالت اوس تېرېږي. دريا په دې کې خورا مهارت لري چې په خپله څېره باندې د کلمو د ادا پر مهال، مينه، کرکه، هيله، نهيلي، خوښي او غم څنګه انځور کړي. تر دې ور هخوا چې کله زه فرهاد دريا اورم نو فکر کوم چې د شعر کلمې يې راژوندي کړي دي او زما په مخ کې روان دي. مرګ وېروونکې څېره لري، مينه مينه ناکه څېره لري، انسان سپېڅلی محسوسېږي او ډېرې نورې داسې کلمې شته چې فرهاد دريا يې د خپل هنر په زور په حرکت راولي. که شاعر کلماتو ته ژبه ورکړې وه نو فرهاد دريا د سندرې پر وخت دويمه ژبه ورکوي او که يې نه وه ورکړې نو فرهاد دريا ورته ژبه ورکوي.
تر دې ټولو مهمه خبره دا ده چې فرهاد دريا هنر ته د رواج او دود له زاويې نه ګوري. دی نوښتګر انسان دی او په هره سندره کې يې نوښت کړی وي.
يوه ورځ
د کسبونو ويش که اختياري شي نو هر انسان ممکن هغه څه خوښ کړي چې طبيعت يې ورته جوړ دی. زموږ په ټولنه کې ځينې خلک د کسب و کار په برخه کې په طبيعت او فطرت پسې نه بلکې په مجبوريتونو پسې ځي.
دلته مجبوريتونه د فطرت او طبيعت دښمنان دي ځکه نو خلاقيت نشته. دلته غره ته خلک يوازې د لرګيو او بوټو په وهلو پسې ځي، ويالې ته د خپلې تندې د ماتولو لپاره ځي او له انسانانو سره ناسته ولاړه د خپل ضرورت په اساس کوي. خو فرهاد دريا پر هغې لاره روان دی چې طبيعت يې ورته جوړ دی. دده نوښتونه له همدغه ځایه سرچينه اخلي.
له موسيقي ور اخوا يې ځينې خبر او ليکنې هم د هنر ښې بېلګې وي. پر خپله فېسبوک پاڼه ځينو پوښتنو ته ځواب وايي. پوښتنه ترې شوې وه چې که يوازې ۲۴ ساعته ژوند ولرې نو څه به کوې؟ ځواب يې خوندور دی. وايي د مېرمنې او اولادونو لاس مې نيسم او د کندوز ولايت آبدان دښتې ته ځم. تر باران پرېولي شنه اسمان لاندې د غونډيو پر سر کېنو، له يو بل سره خبرې کوو، خاندو او د وحشي ريدي ګلونو د هسکو تنو شاته پټ پټونی کوو.




فرهاد دريا چې کلمې ادا کوي داسې يې وايي ته وا پر دۀ باندې هماغه حالت اوس تېرېږي
يوه ورځ يې وروستۍ پښتو سندره ده. د دغې سندرې شعر مې پخوا هم څو ځله لوستی و او دا څو ورځې کېږي چې د فرهاد دريا په غږ کې يې اورم.
یوه ورځ وه مونږه دواړه په سفر باندې روان شو زه او ته غاړه په غاړه په سفر باندې روان شو یوه ورځ وه ما ژړلې سر مې ستا په ولي کېښود ستا په سترګو کې چې ورک شوم دا جهان مې واړه پرېښود یوه ورځ د شاه مېرمن وې زه یوازې ستا باچا وم باچا نه وم ستا بندي وم بدو سترګو نه پناه وم یوه ورځ وه مونږه ستړي لدې دومره ډېرو خلکو لاس په لاس دوه اوبو وړي لدې دومره ډېرو خلکو …
فرهاد دريا په دغې سندره کې د خپلو ټولو هنري کمالونو مظاهر کړې ده. د شعر انتخاب، د تورو ادا او د موسيقۍ تنظيم يې بې ساری دی.
هر ځل اورېدل يې کېدای شي تاسې ته هم خپل سفر درياد کړي.
ته چې دا ليکنه لولې!
که دې کله تر ژړا وروسته سر د چا پر اوږه ايښی و، که دې د چا په شونډو خپرې شوې موسکا په روح غزونې کړې وې، که دې د چا د سترګو رڼا د زړه تل ته پرېوتلې وه او که کله له خلکو څخه ستړی شوی وې ، نو که شاعر يې ارو مرو به دې دغه تجربې شعر کړې وي او که شاعری نه يې نو د بل تجربې خو به درباندې خوږې لګېږي.
د فرهاد دريا (يوه ورځ) د عاطفې، مينې، رنګ او خوند يو اوږد سفر دی چې د موسيقي له نغمو سره به يې د ستړيا پر ځای زړه راښکون محسوس کړې.
وې آزمايه.
د بی بی سی پښتو ويب پاڼي سه د فضل داوي انتخاب...


Comments

Popular posts from this blog

Khabaram raseeda imshab (Tonight there came a news)

RIP Habib Mohebian

Ramadan, Islam's Holiest Month...