د خپل وياړ ساتونکي ريحانه جباري

خپلې #مور ته د #ریحانې_جبارې د #لیک یوه برخه!

هستي ما ته اجازه راکړه چې نولس کاله ژوند وکړم. که زه په هغه توره شپه وژل شوې وم، نو زما مړی به د ښار په کومه #کنډواله کې پروت و او څو ورځې وروسته به پولیسو ته ځان سره بولې وې تر څو زما د #جسد وپېژنې او په هم هغه ساعت به تا ته دا هم ویل شوي و چې په لور دې #جنسي_تېری هم شوی و. قاتل او جنسي تېری کوونکی به کله هم نه و پېژندل شوی ځکه چې موږ نه د هغوی د پیسو او نه هم د هغوی د ځواک برابري کولی شو. هغه نه وروسته به تا له شرم او ځور نه ډک ژوند تېراوه او څو کاله وروسته به غم او ځور وژلې وای او په دې توګه به کیسه تمامه وه. مګر زما هغه یو وار ټوله کیسه بدله کړه. زما جسد په کوڅه کې وا نه چول شو بلکه زه یې د قبر په شان زندان کې واچولم. دا هر څه د قسمت لوبه وګڼه او ګیله مه کوه.
ريحانه جباري په عدالت کي د مقدمي د اورولو پر محال
زما مهربانې #مورې، ګرانې #صالحی، ما ته د خپل ځان نه ګرانې! زه نه غواړم چې زما بدن دې خاورې خوسا کړي. زه نه غواړم چې زما سترګې او زما ځوان زړه دې خاورې شي. زه تا ته سوال کوم چې ترتیبات ونیسه، هر کله چې ما په دار وځړوي، زما زړه، پښتورګی، سترګې، هډوکي، او ټول هغه اعضا چې هغه پیوند کېدای شي زما د بدن نه وباسه او هغه چا ته یې ډالۍ کړه څوک چې ورته اړتیا لري. زه نه غواړم چې زما د اعضاو اخیستوونکي ته دې زما نوم واخیستل شي او یا دې هغه ماته د ګلو ګېډۍ ډالۍ کړي او یا دې هغه ما ته دعا وکړي (هېڅ دې نه کوي). زه تا ته له زړه نه وایم چې زه نه غواړم چې قبر ولرم او ته دې زما قبر ته راشې او وژاړې. زه نه غواړم چې ته زما لپاره تور کالي واغوندې. کوښښ وکړه زما د ژوند سختې ورځې هېرې کړې. ما شمال ته وسپاره چې ځان سره مې یوسي.

ستاسو لور
#ریحانه_جباري

#یادښت: دا لیک ښاغلي غورځنګ اتل ژباړلی! مننه ښاعلی اتل!!
دانسان INSANميګزين سه په مننه....


Comments

Popular posts from this blog

Khabaram raseeda imshab (Tonight there came a news)

RIP Habib Mohebian

Ramadan, Islam's Holiest Month...