وطنه تا به جوړ كړم!

وطنه تا به جوړ كړم!

وطنه تا به جوړ كړم!
پخپلو ارمانونو به دا سوى زړګى سوړ كړم
وطنه! تابه جوړ كړم، وطنه! تا به جوړ كړم

زما ښايسته وطنه! والله ښه به دې سينګار كړم
دا تورې، سپېرې، دښتې به دې ښې ګل او ګلزار كړم
ښايسته ښكلي ځوانان به دې را پورته په تلوار كړم
دا وږي يتيمان به دې هر يو په نعمت موړ كړم

وړانده، كاڼه بچي به دې بينا په زېر بينا كړم
بيرغ به دې را پورته په چكچكو په هها كړم
زموږ ملي ناموس يې ټول به تا ځنې فدا كړم
قربان به دې خدمت كې نر او ښځه، ځوان او زوړ كړم


د علم لمر ختلى معلومداره ښكاره لار ده
تيارو د ناپوهي نه يو وتلي او س سهار ده
منزل وهو روان يو خپل هدف ته مو تلوار ده
قسم ده چې بدخواه به دې په ډېر ارمان كې سوړ كړم

ستا ناوې به سينګار شي لورتر لور به خوشحالي شي
حيرانه! بيا به هلته ټول جهان سره سيالي شي
ازبك او هزاره، پښتون به كلكه ورورولي شي
هر خوا به كور په كور در ځنې ورك ملي اروړ كړم

د ښکلي انځورګر حمدالله ارباب د فيسبوک واله سه په منننه

Comments

Popular posts from this blog

Khabaram raseeda imshab (Tonight there came a news)

RIP Habib Mohebian

Ramadan, Islam's Holiest Month...