د افغانستان او د پاکستان اړيکې

يار چې ماشوم وي د هندوانو په شان مينه کوي
چې را لوی شي نو افغان شي رانه کلی بيل کړي

نه پوهيږم چې پاکستان کې ميشت ولسونه او د افغانستان ولس په څه دليل دښمنۍ پالي۔


آيا دواړه غاړې عام ولس وږي نه دي؟ بې اختياره او بې واکه نه دي؟ دواړه غاړې ولسونه به تر قيامته ګاونډيان يا يو بل پورې تړلي نه وي؟ 

بل خوا هند او پاکستان هم په اصطلاح دښمنان دي، پوځي جنګونه يې سره راغلي، دواړو اټومي بمونه هم خوندي کړي خو بيا يې هم ليکوالان، فلمي هنرمندان، سندرغاړي، سوداګر، شاعران يو له بل سره ډيرې ژورې او تلپاتې اړيکې پالي، ستر ستر سيمينارونه او غونډې جوړوي، هند او پاکستان تر منځ د ستونزو په اړه بحثونه کوي او د حل لارې يې څاري۔ 


هند او پاکستان تر منځ د مدني ټولنو رول د ستايلو وړ دی۔ د افغانستان او پاکستان دغه سيمې ولسونو تر منځ ولې دښمني؟ 


د هند او پاکستان مدني ټولنې د هندي توب په اساس يو له بل سره مينه کوي خو د افغانستان او پاکستان تر منځ ولسونه له يو بله دومره ليرې دي ته به وايي له بابا آدمه تر دې دمه او تر وروستي دمه همدې بې دليله دښمنی ته زيږول شوي۔ 

افغانستان او پاکستان تر منځ ستونزې شته او د ستونزو ريښه هم معلومه ده، پاکستان کې هم داسې خلک شته چې د افغانستان بقا ته ګواښ ګڼل کيږي او افغانستان کې هم خو د دې معنا په هيڅ صورت دا نه ده چې ولسونه دې بې سر و پښو دښمنۍ پالي۔

(PC: Asmat Yari (Daily Afghanistan outlook 
شکيدنه مو نشته، تر قيامته به سره په ګډه همدلته يو، پاکستان وي که نه وي، ضياالحق وي که نه وي، د جګړو نړيوالې پروژې وي که نه وي، د ستر ځواکونو ټکرونه وي که نه وي؛ موږ، زموږ وطنونه، قومونه، موقعيتونه او خاوره خو شته۔ له هغې ورځې ډار په کار دی چې د عام ولس ليريتوب مو د تلپاتې ستونزو لامل نه شي، بيا به څه کوو؟ ناامنی، ترهګری او جنګونه خو به يوه نه يوه ورځ ارومرو پای ته رسيږي، له مرګه به وژغورل شو خو داسې نه شي چې بيا مو د ژوند کولو اصول هير وي، نه به مړه يو نه ژوندي۔

د خوږ ملګرې نثارسمندر د فيسبوک واله سخه...Nisar Samandar

Comments

Popular posts from this blog

Khabaram raseeda imshab (Tonight there came a news)

RIP Habib Mohebian

Ramadan, Islam's Holiest Month...