د خپل وياړ ساتونکي ريحانه جباري

خپلې #مور ته د #ریحانې_جبارې د #لیک یوه برخه! هستي ما ته اجازه راکړه چې نولس کاله ژوند وکړم. که زه په هغه توره شپه وژل شوې وم، نو زما مړی به د ښار په کومه #کنډواله کې پروت و او څو ورځې وروسته به پولیسو ته ځان سره بولې وې تر څو زما د #جسد و پېژنې او په هم هغه ساعت به تا ته دا هم ویل شوي و چې په لور دې #جنسي_تېری هم شوی و. قاتل او جنسي تېری کوونکی به کله هم نه و پېژندل شوی ځکه چې موږ نه د هغوی د پیسو او نه هم د هغوی د ځواک برابري کولی شو. هغه نه وروسته به تا له شرم او ځور نه ډک ژوند تېراوه او څو کاله وروسته به غم او ځور وژلې وای او په دې توګه به کیسه تمامه وه. مګر زما هغه یو وار ټوله کیسه بدله کړه. زما جسد په کوڅه کې وا نه چول شو بلکه زه یې د قبر په شان زندان کې واچولم. دا هر څه د قسمت لوبه وګڼه او ګیله مه کوه. ريحانه جباري په عدالت کي د مقدمي د اورولو پر محال زما مهربانې #مورې ، ګرانې #صالحی ، ما ته د خپل ځان نه ګرانې! زه نه غواړم چې زما بدن دې خاورې خوسا کړي. زه نه غواړم چې زما سترګې او زما ځوا...