اختر جامې د عبدالباري جهاني کلام
اختر جامې د عبدالباري جهاني کلام ښاغلي جهاني وايي د شعر په ساده او اسانه ژبه ولس ته پیغام رسول غواړي راته جوړي د اختر جامې که موري! چي د کلي مي همزولي راته ګوري چي ورځمه د خپلوانو تر کورونو د اختر مبارکۍ را باندي اوري را تیاره د اختر سپینه لونګۍ که راته جوړي مي ښایستې توري څپلۍ که د واړي سترګي د خورکۍ به مي کړې توري سره لاسونه سرې پاپۍ او سترګي بوري چي هګۍ در څخه هیري نه سي موري د بیرغ په رنګ وي سرې زرغوني توري کال نه بل کال ته که خدای کول لوییږم د ابا سره په قد کي مي سمیږم ته به جګه غاړه ګرځې چي زه ځوان سم په ټولۍ کي د همزولو چي روان سم در یادیږم به شیدې چي مي رودلې اوږدې شپې چي به دي ماته سپینولې زویه! اوس خو دي راغلې یم تر ګوره ظالمانو کړم هم بوره هم سرتوره پلار دي مړ سو د ځان مرګو په حمله کي د کاکا زوی دي ویشتلی په سینه کي د کاکا کونډه دي بل قبر ته ژاړي بوري وراري دي قبرونو ته ولاړي نه اختر سته نه یې نوم نه خوشالي سته نه دي خور نه دي ماشوم ورور ته کالي سته چي ټوټې ستا د وجود مي ټولولې تر زخمي زړګي مي ویني څڅیدلې ستا ...