Posts

Showing posts from August, 2015

د افغانستان او د پاکستان اړيکې

Image
يار چې ماشوم وي د هندوانو په شان مينه کوي چې را لوی شي نو افغان شي رانه کلی بيل کړي نه پوهيږم چې پاکستان کې ميشت ولسونه او د افغانستان ولس په څه دليل دښمنۍ پالي۔ آيا دواړه غاړې عام ولس وږي نه دي؟ بې اختياره او بې واکه نه دي؟ دواړه غاړې ولسونه به تر قيامته ګاونډيان يا يو بل پورې تړلي نه وي؟  بل خوا هند او پاکستان هم په اصطلاح دښمنان دي، پوځي جنګونه يې سره راغلي، دواړو اټومي بمونه هم خوندي کړي خو بيا يې هم ليکوالان، فلمي هنرمندان، سندرغاړي، سوداګر، شاعران يو له بل سره ډيرې ژورې او تلپاتې اړيکې پالي، ستر ستر سيمينارونه او غونډې جوړوي، هند او پاکستان تر منځ د ستونزو په اړه بحثونه کوي او د حل لارې يې څاري۔  هند او پاکستان تر منځ د مدني ټولنو رول د ستايلو وړ دی۔ د افغانستان او پاکستان دغه سيمې ولسونو تر منځ ولې دښمني؟  د هند او پاکستان مدني ټولنې د هندي توب په اساس يو له بل سره مينه کوي خو د افغانستان او پاکستان تر منځ ولسونه له يو بله دومره ليرې دي ته به وايي له بابا آدمه تر دې دمه او تر وروستي دمه همدې بې دليله دښمنی ته زيږول شوي۔   افغانستان او پاکست